2zaheer

د سروزرو غاړکۍ

29.06.2009 10:32
• Img 0005
•   16831683
• 14
• 6
• 20

انجنير ستانه مير زهير

د سرو زرو غاړکۍ

د کلا تر مخ د اتڼ مست ډول غربيده، ژڼو او ځوانانو ورته يوی خوا، بلی خوا څڼی غورځولې. د ډول غږ تر لری ځايونو رسيده. له هری خوا نه ورته ډلی ډلی خلک نندارې ته را روان و.

د کور دننه دکلی نجونې راټولې وی، د چمبې د غږ سره د بنګړو شرنګهار هم مل و، په هر ټيکی کې به د (ريدی ګل) نوم ياديده. ځکه چې  نن د هغه واده و.

ريدی ګل د پلار مشر زوی و. په اتم ټولګی  کې يې زده کړه کوله، نوی يې شونډه توره شوې وه.د راغلو ميلمنو نه به کله نا کله يو بل غږ کړ:

_ د واده والا چيرته دی، را يې ولی چې موږ يې وګورو.

ريدی ګل به چې داخبره واوريده، رنګ به يې  بتک سور شو، په بيړه به يې   هغه ځايه پريښود . کله به يې له يوه کنج نه او کله به يې له بل کنج نه د کليوالو داټن ننداره کوله، خو نژدې نه ورتللو ځکه چې له خلکو شرميده.

د واده نه وروسته دوه، درې ورځې ښوونځی ته هم نه تللو په ښوونځی کېناخبره زده کونکو به  يو بل نه پوښتنه کوله :

_ يار ! دا  ريدی ګل ولی ښوونځی ته نه راځی؟

خبرو ټولګيوالو  به په خندا ځواب ورکاوه :

_ نوی واده يې کړی، پريږدی چې يو څو ورځی خوارکی په کور کې وي.

د ريدی ګل د واده په اړه به بيلا بيلی تبصرې  کيدې. چابه ويل پلار يې ښه کار ونه کړ چې په دومره ماشومتوب کې يې زوی ته واده وکړ.چا به ويل ډاکټران وايي چې واده د اتلس کلنۍ نه وروسته په کار دی ، چا به ويل  واده هغه وخت ښه وي  چې بنيادم  يې پخپله وګټي او د بل لاس ته اړ نه وي ، چا به ويل ښه کار يې وکړ، ځکه زامن به يې وشی او زامن خو د پلار او نيکه مټ او بازو وي. په کور کلي کې دښمنۍ زياتې وي د چا چې نارينه اولاد نه وي ، هلته يې ګذاره ګرانه وي

د ريدی ګل پلار  هم په وروستي نظر و. ځکه خو يې خپل زوی ته په پنځلس کلنې کې واده وکړ.

د يوې اونۍ رخصتۍ  وروسته ،  نن لومړی ورځ وه چې  ريدی ګل ښوونځی ته راغلی و. کله چې به کوم ټولګيوال ورسره ټوکه ټکاله وکړه نو دريدی ګل رنګ به لکه سور انار تک سور شو او له شرمه به يې  هيچا ته  غږ  غوږ نه کاوه.هر چا به چې هر څه ويل ده به يې په خبرو غوږونه کڼول .

د ښوونځي دتفريح زنګ ووهل شو، ماشومانو ټولو دکانتين خواته منډی کړی، چا يو شی او چا بل شی واخيسته، هر يو په خوراک لګيا شو خو ريدی ګل هلته لرې، په يو کنج کې ولاړ و او د ټولو ننداره يې کوله .

يو ټولګيوال  ورنژدی  شو او  ورته ويې ويل:

- ريدی ګله پخوا خو به تر هر چا نه زيات شيان تا اخيستل او شخوند به دی واهه، دا نن څنګه غلی ولاړيې؟

ريدي ګل يوازی په شونډو کې مسکی شو، نوريې هيڅ ځواب ورنه. کړ

بل ټولګيوال  پرې غږ کړ:

-  خير دی که پيسی نه لری، زه به يې درکړم.

ريدی ګل په بيړه جيب ته لاس کړ  او ويې ويل:

- نه، نه! دا دی پيسی راسره شته.، هره ورځ پلار يو لسګيز راکوي

- نو بيا يې ولی نه خوري؟

- هسی، زړه ته می څه  نه کيږی.

د واده له ورځې وروسته ريدی ګل بيا د ښوونځی په کانيتن کې کله هم څه وانه خيستل. يوازی به يې له ورايه  د نورو ننداره کوله ، که کوم ټولګيوال  به څه ورکړل و به يې خوړل او که به چا  څه ورنه کړل نو همداسې و چې شونډی به بيرته ټولګی ته ستون شو.

د هرې  جمعی په ورځ به د کلی ماشومانو لوبې کولې خو د واده له ورځې وروسته بيا ريدګل چادخپلو همځولو په منځ کې ونه ليده.

که  کوم چا به  د ريدی ګل د غيابت خبره وکړه نو بل به ځواب کې ورته ويل:

- هغه اوس ټوله ورځ په کور د خپلی ښځی په خواکې  ناست وی، له هغه نه سړی جوړ شوی، اوس له موږ او تاسو سره لوبې نه کوي.

د ريدی ګل نه پخوانۍ لوبې پاتې وې  ځکه  چې هغه اوس  د خپلو نويو خيالونوسره  لوبيده، دهغه په لاره کې يو نوی ارمان  راټوکيدلی و چې د لاس ته راوړو  په لټه کې يې شپه او ورځ سوچونه کول .

نن د جمعی د ورځې رخصتي  ده،  ريدی ګل د ولسوالی په بازار کې کڅوړه په لاس کله يوه دوکان او کله بل دوکان ته سر و ښکاره کوی او په لوړ غږ  وايي:

- ماما ! وچه ډوډۍ نه اخلی، په خپل لاس مې وچه کړې،ډيره ښه ډوډۍ ده ،  خير دی ارزانه به يې درکړم، ته يې يو ځل وګوره!  که خوښه دې نه شوه  خير دی بيا يې مه اخله .

خو په دوکاندارانو کې  به چا دسرد  ښورولو په اشاره او چا به هم  په تروه ټنډه يوازې د ( نه ) ځواب ورکاوه .

له ستړو ستومانيو وروسته ريدي ګل   هغه دوکان پيدا کړ چې هغوي هم  وچه ډوډی اخلی او هم يې خرڅوی . په بيړه يې له خپلی کڅوړی څخه وچه ډوډۍ را وويستله اوددوکاندار  په تله کې يې  واچوله.

د وچې ډوډۍ له  تللو وروسته دوکاندارنغدې پيسی ورکړی. ريدې ګل ژر ژر هغه په خپل جيب کې کيښودلې او په ډيری خوښی کورته راستون شو.

خپل بکس يې خلاص کړ. دا پيسی هم د هغو پيسو سره يو ځای کړې چې پلار يې هره ورځ ښوونځی ته د تګ  په وخت کې ورکوی. خو ريدی ګل يې خوری نه او هغه ټولی په همدی بکس کې خوندی کوي.

ماخوستن چې خپلی کوټی ته لاړ، ناوې  يې بيا ځان مرور نيولی و. ريدی ګل چې هرڅومره د خوشامندو ډکی خبری ورته کولې خو خپلې  ناوې  ځواب نه ورکولو.

له ډيرعذرو زاريو  وروسته،ناوې ورو په ګيله ورته وويل:

- تا چې ما سره په اوله شپه کومه وعده کړې وه، هغه دی تر اوسه پوره نه کړه.

- کومه وعده يادوې ؟

-  هغه د سرور زرو غاړکۍ درته يادوم، زما ټولی خورلڼی يې لری او زه هيڅ ګاڼه  نه لرم.

- ته مه خپه کيږه، هغه مې له ياده نه ده وتلې ،  زه په خپله وعده اوس هم ولاړ يم.

- نو کله به يې راته واخلی؟

- که خدای کول ډير ژر.

د دې خبری سره سم  ناوې  مسکۍ شوه او د ريدګل له غاړی يې غبرګ لاسونه تاو کړل.

شپه تيره شوه خو د ريدی ګل انديښنه نوره هم زياته شوه ځکه چې د ښوونځی په پيسو او يا هم په پټه د کور د وچې ډؤډۍ په خرڅولو د سرو زرو د غاړکی اخيستل يوازې  د خوب ليدل و

نه پوهيده څه وکړی، په ټولګی کې به هم همدی فکرونو او سو چونو کې لوبيده او ښوونځی ته د تګ راتګ په لاره کې به هم په همدې فکرونو کې ځنګيده  ، ټولګيوالو به يې ويل:

- نه پوهيږو چې په ريدیګل خوارکی د واده نه وروسته څه بلا راښکته شوه، نه د پخواپه شان خبری کوی اونه يې هم په سبقونو کې مزه شته.

خو ريدی ګل هيڅکله د خپل زړه غوټه بل چاته نه سپړله. يوازې په دې هڅو کې و چې څنګه به د خپلی ناوی سره کړی وعده پوره کړی. په همدي هيله يې هری خوا لاری، چاری  لټولې.

د ورځو نه يوه روځ چې کله  کليوال د جمعی له لمونځ نه راووتل د يوه تن  د خلکو په ګڼه ګوڼه پا م شو . په لوړ غږ يې وويل : _تاسو ګوری ! هلته وړاندې څه خبره ده ؟

ددې خبرې سره سم  ټول وارخطا شول، يو په ورو غږ وويل :

_ خدايه خير کړې ، ځنازه به د چا د کور تر مخ ايښودل کيږی!؟

ټول په بيړه هغی خوا ورغلل، ځنازه کيښودل شو، يو کليوال د مړي له مخ نه ورو  څادر پورته کړ، په حيرانی يې چيغه کړه:

- آخ! دا خو  د تنکي ځوان ريدی ګل  مړی دی!

د ريدی ګل پلار چې دا غږ واوريده، سپينی يې وتښتيدی، په ټول بدن يې لړزا شروع شوه، ورو يې د کلا  ديوال ته ډډه وهله،  يوه ښه شيبه په خپل حال نه واو بيا يې په يوه کړيکه غږکړ:

_ زما زوی چا وژلی!؟

د ځنازی سره د راغلی کسانو څخه يو تن په خواشيني غږ ورته وويل:

- پلاره! ستا زوی چا نه دی وژلی، له موږ سره يې د ولسوالی په بازار کې د ورځې په ٢٠٠ افغانيو د خټو مزدوري کوله ،   د لاندی نه يو تن خښتی وراچولی اوهغه به د بام په سر نيولی. يو خښته پوره ورونه رسيدله. هغه غوښتل په هواکې را ونيسی، خو لاس يې ورونه رسيد ، راکوږ شو او په همدی وخت کې د بام له سره راولويده، څو چې موږ راپورته کاوه، خوارکی  په حق رسيدلی و.

الله ( ج)  دی وبخښی او تاسو ته دی خدای اجرونه درکي. ولاړو خلکو  ټولو په لوړ  غږ وويل : امين

١٣٨٨حمل ٢٢ نيټه

خالص ساحل 21.06.2011 00:20

سلامونه مي قبول کړه

کلیوال 30.06.2009 10:51

dear Khkole qesa wa aw rekhtia hm hmdase haqeeqatona ter shwe de aw la terege.

khody de pa qalam ke barkat wachawa

جليل 30.06.2009 05:47

سلامونه !
ډير ځله ځنې کسان د يوې ليکنې سره سرسري برخورد کوي . ما هم چې لومړی ځل د کيسې په عنوان سترګې ښخې کړی نو فکر مې کاوه چې کومه عشقي کيسه به وي ، خو کله چې مې ددې کيسې په اړه د خوشال خليل صيب تبصره ولوستله نو نو تلوسه مې زياته شوه .خو باور وکړې چې د کيسې پای ته رسيدم نو دوه درې اوښکې مې له سترګو توې شوې . زه زهير شينواری صيب ته ددومره ښکلې کيسې د ليکلو له امله د زړه له کومې مبارکي وايم . ما د زهير صيب دوه نورې کيسې ( د پلار له ويرې ، زما د مينه نه توبه ده ) هم لوستې دي باور وکړی چې يوه يې له بلې نه زړه راښکونکې او په زړه پورې سپيڅلي انساني پيغامونه لري .

خوشال خليل 29.06.2009 11:57

ددې كېسې له لوستلو وروسته ښايسته شيبه ددې ته ورته ځوانانو په چرت كې كېوتم چې زه يې پيژنم اويا ما پيژندل. ذهير صيب باور وكړه ډېره عاطفي كېسه وه. زموږ د خلكو واقعي چاپيريال ،دودونه او انګېرنې په كې په شه توګه بيان شوې وې.
په كم عمر كې ودونه ډېرې ستونزې لري په افغانستان كې د بشري حقونو دسازمانونو له خوا تر ډېره په كم عمر كې د نجونو په نه ودولو ټينګار كېږي خو دا چې هلكان هم ددې ستونزې قربانيان دي په دې اړه ډيرې خبري نه كېږي تاسو ددې كېسې په ليكلو دغه تشه ډكه كړه.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
10138 commented source lines (including JavaDoc HTML files).