2zaheer

يو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه لوبی وکړی

25.08.2008 07:08

راليږونکی :Abdul Hafiz Malyar
د راليږونکي پته :malyar@live.at
نيټه : 24-08-2008


په مونږه لوبې وکړې
يو خوا غربت بل خوا جانان په مونږه لوبې وکړی
بل خواته غله بل خوا در بان په مونږه لوبې وکړی
د وطن للمې مو اوبه نه شوی په وخت او زمان
يو خوا سيلاب بل خوا باران په مونږه لوبې وکړی
ډيرو سرفه ونکړه ، وطن په دا مظلومو خلکو
يو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه لوبې وکړی
په هرقدم کی د ليوانو په داړو کی ګير شوو
حفيظ ملياره دې کاروان په مونږه لوبۍ وکړی

حفيظ مليار د ويانا ښار

10138 commented source lines (including JavaDoc HTML files).