2zaheer

په پښتو ژبه کې نوې نومونې

07.08.2008 09:44

د انسان د ژبنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د ژبې ماشين له لومړى سره چالان راغلى ،تر ننه چالان دى او تر څو چې ژوند وي او انسان وي،داماشين به د وييونو او كلمو په توليد او پنځونه لگياوي.
په نړۍ كې هيڅ يوه داسې كولتوري ژبه نشته، چې له بشري پرمختگونو سره د منځ ته راتلونكو جاجونو(مفهومونو) لپاره مخكې له مخكې په بشپړ ډول خپل تيار انډول ولري ، بلكې هرې ژبې پر خپل خپل وخت لومړى خپله آره شتمني را خوندي كړي او بيايې په ټاكنو او جوړونو او ورپسى له نورو ژبو څخه په پورونو پوره كړې ده.
په پښتو ژبه كې- چې د لاسوندونوپه ملاتړ د خپلې لرغونوالې جوتې بېلگې لري _ د ويي جوړونې دود ډېر پخوانى دى ، خو يوازې شاعرانو او ليكوالويې د پالنې ژمنه درلوده، چى بايزيد روښان، ستر خوشال، عبدالقادر خان خټك او عبدالحميد مومند يې ځلاند ساري بللاى شو. په نولسمه پېړۍ كې يې د ټولواك امير شېر علي خان (۱۸۶۸- ۱۸۷۹ع) په پېر كې په عسكري او اداري نومونو سره يوه نوې ساه واخېسته او بيايې په اكاډيميك ډول د" پښتو مركې" او" پښتو ټولنې" په منځته راتلو په تېره د پښتو له رسمي كېدو سره په زړه پورې پرمختگ وكړ. پښتو- چې د نړيوال علمي، ساينسي او تخنيكي بهير سره په سيالۍ كې له بده مرغه ډېره ټكنۍ ده او مټه يون كوي- اړه ده چې دغه پر مختيايي بهير ته په يوواريزاو انقلابي توگه ورگډه شي، په تېره دا مهال خو چې د تخنيكپوهنې پرمختيايي بهير او بڼې د كمپيوټر له گرېوانه سرراايستلى اړه ده چې د نويو نومونو([color=olive]Terminology په رامنځته كولو سره غزونې وكړي او ځان د هغو ژبو له لړه راوباسي، چې په يوويشتمه پېړۍ كې يې د مړلو يا نشتېدلو اندېښنه ده. دهمدغې اندېښنې د تمبونې لپاره د پښتو كولتوري اونړيوالو علمي كړيو ژمنه كړې ده چې د پښتو كمپيوټري وييپانگه (Vocabulary) دوييپوهنې (Lexicology) د آرونو(تركيب او اشتقاق) پر بنسټ بشپړه كړي. وييپانگه چې د څلورگونو رغنده توكونو څخه چې ژبپوهانو ټاكلي دي داسې رغول كېږي .
۱- اركاييزمونه (Archaisms) (زړويزونه): په گړدودو كې چېرې نيم نيمژوانده پاتې وييونه، چې يايې گرد سره څرك نه لگي اويا تش په زړو ادبي او تاريخي ليكنو او متنوكې راخوندي شوي وي او يوازې د ليكوالو، شاعرانو او ژورنالستانو لخوا داړتيا له مخې په لږو ډېر جوليز
( شكلي) اومانيز(محتوايي) بدلون كارول كېږي او ورو ورو گړنۍ ژبې ته هم لار مومي ، لكه : نړۍ هېواد، اتل، يون، وياړ،هسك او ...
۲- ديالكتېزمونه (Dialectisms) (گړوېزونه): چې په بېلابېلو گړدودو (لهجو) كې ورځنۍ كارېدنه (استعمال) لري ، لكه كور، ډوډۍ ، اوبه، پلار، مور، خور، ورور ، او...
۳- نېولوجېزمونه (Neologisms) (نوېزونه): هغه وييونه، چې د نوې رغاونې له لارې د ژبپوهنې (linguistics) او بيا د وييپوهنې (Lexicology) او داړوندې علمي او تخنيكي څانگې د ماهرانو له خوا خپل لاسې (مصنوعي) جوړېږي، هغه هم د تړنگ (Word) Compound او بېلنگ Derivation او تيارو مخبېلگو(ماډلو) له مخې، لكه: پوهنتون، پوهنځى ، توغندى ، غرنى ، وگړنى ، پانگوال، ځمكوال، لاسليك، سرليك، برخليك، مخكتنه، ټولنپوهنه او ...
سيمانتيزمونه (Symanthisms) يا همجوليزونه: چې په ژبه كې د ټاكليو ماناوو لپاره كارول كېږي ، خو ويي رغوونكيوپكې مانيز بدلون راوستى وي ، هم له نويزونوځنې گڼل كېږي ، لكه : (پند) چې پخوا يوازې (سفر) ته وايه شو ، خو اوسنۍ مانا يې د نصيحت او عبرت ده. يا دريځ چې پخوا (ممبر) ته ويل كېده، خو اوس (موقف، كړنلار، يا پاليسۍ) ته وايي.
پور ژباړه (Loan Translation) د نيولوجېزم يو بل ډول گڼل كېږي او مانايې داده چې يو ويى يا نومونه(term) له يوې ژبې څخه (پوروړې) ژبې ته راوژباړل شي ، لكه پوهنتون چې د دارالعلوم، دارالفنون يا دانشگاه پور ژباړه ده،چې د پښتو د تړښتي(تركيبي) دودله مخې له (پوهنه) او (تون) څخه رغول شوى دى.
۴- فارنېزمونه / او اداپتېزمونه (Foreignisms & Adoptisms) (استعارات): يا پوروييونه د ژبنۍ پانگې څلورمه ډله وييونه دي ، چې له نورو ژبو څخه راپورېږي . داسې چې كه په پوروړې يا پوروونكې ژبه كې په هماغه آره جوله او مانا وكارول شي . (دخيل) بلل كېږي، خوكه لږوډېرو جوليز يا مانيز بدلون پكې راشي ، يا په بله وينا د پوروړې ژبې له فونولوجيكي او رغا- ونيزو(گرامري) او يا هم له مانا پوهيزو آرونو سره اړخ ولگوي ، نو بيا ادا پتيزمونه لكه: پښتو شوي (مفغن) ، پارسي شوي(مفرس) ، هندي شوي (مهند) او عربي شوي (معرب) بلل كېږي.
پور وييونه كه د ډېرو نژدې (گاونډيو) ژبو تر منځه هم وي، بې بدلونه نه پاتېږي، نوله دې كبله يې انډول زياتره "اداپتيزمونه" كارول كېږى ،لكه بينك (بانك) ، شمع، (شمه) ، طمع (تمه) ، مصرع (مسره) ، وقت (وخت) ، قحطى(كاختى) او ...
نړوېزونه (Internationalization) هغو سراسرنړيوالو دودوځانگړو وييونو ته وايي ، چې په ډېره لږه استثناء په ژبه كې له لږ ډېرجوليز بدلون سره كارول كېږي ، لكه : تيليفون ، تيليگراف، راديو، تلويزيون او...
د نويو نومونو ( وضع) او د مخنيوي او مخالفت اغېزي
ژبه كه د گاونډيو ژبو او د مدنيت له نويو نښو سره دراروان ژبغړاند نېز(سېلاب) له اغېزه و نه ژغورل شي او پر ځاى يې په ژبه كې له را ننوتو سره سم خپل وييونه او نومونې نه وي، نو دا اندېښنه بېځايه نه ده، چې دغه نېز د ژبې شنه او ولاړ فصلونه هم لتاړ كړي او د خلكو پر خولو ددې نوي نېز اغېز تلپاتې شي. نو پكار ده ، چې وار له مخه ددغسې اندېښنواواغېزوكابو كولو ته چمتو اوسو. دلته به د پوهاند حبيبي(خداى بښلي) د زړه در زاته غوږ ايښودنه بېځايه نه وي، چې څوكاله وړاندې يې په دې اړه ښكاره كړ ې وه:
"زموږ وطن ته موټر راغى، له دې شي سره تقريباً سل نوي لغته راغله او د عوامو په خولوكى ولوېده : پترول، هينډل، باډي، كلينر، ټانك، بېلر( سټېرنگ ، ايكسل، بريك، كلچ، ايكسلېټر، ډرايور، بانټ، بمپر، ټايراډ، ريډييټر، بېټري، گېر، لايټ...) او داسې نور كلمات رواج شوه. ورځ په ورځ نوي نوي اختراعات او د مدنيت شيان زموږ كره راځي او له هر يو سره نوي نومونه هم راشېوه كېږي. په پاى كې به زموږ ژبه لكه د هند اردو يوه داسې مركبه ژبه شي، چى دايشيا لغات لا څه كوې ، د اروپا كلمې به هم په گډې وي، نو ژبې ته چې دا خطر متوجه دى او هره ورځ هم مهلك او قوي كېږي. ښايي چې پښتانه دا خطر له خپلې ژبې څخه لرې كي او پرې نږدي ، چې پردي كلمات له هرې خوا زموږ سپېڅلې ژبه را كرغېړنه كي ، اوس لا د وخت سر دى، علمي ټولنې خو هم دغه كارونه لري، ښايي چې دا ادبي او علمي خطر له ژبې څخه رفع كي ، كه نه وي بيايې جلوگيري هم گرانه ده او دا مسؤوليت به د اوسني نسل پر غاړه پاته شي او زموږ راتلونكي پښتانه او زامن به زموږ له دې بې پروايۍ څخه زيانمن وي.
(نو) كه موږ خپله ژبه سموو او د نورو ژبو له اغېزوڅخه يې ساتو ، ښايي چې علمي اصطلاحات او نومونه او د عصري لوازمو او اختراعاتو اسماء په پښتو ولرو ، يو (به) ژبه د پردو له اختلاطه وژغورو ا و بل (به) مو په ښوونه او زده كړه كې اساني وي."
وږمه: ۱۳۴۸/ ۵،۶ ګڼه

د نيولوجېزم نړيوالې هڅې:

د نړيوالې ټولنې په كلتوري او ژبني تاريخ كې به داسې ټولنې ډېرې كمې وي ، چې په خپل بشپړتيايي او پرمختيايي بهير كې به يې برخه نه وي اخېستې، له جرمنيانو واخله تر يونانيانو، تركو، عربو، روسانو، هنديانو او ...پورې ټولو په دې لړ كې د خپلې اړتيا له مخې برخه درلودلې ده.
په اروپا كې جرمنيانو له اوولسمې پېړۍ څخه په دې كار پيل وكړ، د نوې (رغاونې) ټولنې او علمي انجمنونه يې ورته جوړ كړه. دوى د خپلې ژبې پر قوت او سوچه والي وياړي.
يونانيانو په وروستيو كې له خپلې ژبې څخه توركي الفاظ وايستل او توركو د خپلو مشرانو په ښوونه خپله ژبه له دې پلوه ښه وروزله اوخپل وست (متاع) يې سره راټول كړ.
عربو چې په عباسي دوره كې په عربي ژبه علوم او د يونان فلسفه ترجمه كوله، جوخت يې ورسره عربي اصطلاحات او ځينې وييونه د عربي ژبې په سانچه كې اچول. د مصر او دمشق" المجمع اللغوى" هم د اصطلاحاتو د فرهنگو كار روان ساتلى دى. ايرانيانو د نوې پارسي د مور په توگه له منځنۍ پارسۍ يا پهلوى ژبې بي كچه اركاريېزمونه راتاند كړي او د پرديو كلمو پر ځاى يې خپروي او دودوي. ج   رايد او علمي ټولنې او مؤسسې خپلې را تاندونې اركاييزمونه او نوې نومونې چې مركزي علمي ټولنې يې جوړوي ، تر استعمال لاندې نيسى.
هماغه اخځ
روسيې له سوونو او پخواني شوروي اتحاد له كلونو راهيسې د زړوېزونو او نوېزونو په رامځته كولو د يوې كره ليكنۍ ژبې مخې ته پراته خنډونه له مخې لرې كړي دي.
سانسكريت د(سم كړ شوې) ، ژبې په توگه ځكه منل شوې ، چې پاڼيڼې نومي ژبپوه درې زره كاله پخوا د زړې هندۍ له بېلابېلو گړدودو څخه د يوې كره ديني او علمي ژبې په توگه را چاڼلې وه.
نورې لرغونۍ هندو اروپايي او بيا ارياني ژبې لكه يوناني ، لاتيني، سلاوي، جرماني /گرماني/ اوېستا ، زړې پارسۍ او د پښتو نيا "ساکي" د خپل خپل وخت ديني او فرهنګي ژبې وې. همداسې هم د ختيځ نورو دوديالو ژبو لكه چيني او ... د زړو مخنيوبڼو د پرله پورې وارثانو په توگه خپل كره ليكنى بشپړتيايي بهير هماغسې پرله پورې خوندي ساتلى دى .
ليکلار
په اوسني هندوستان كې هم ځينې علمي ډلې شته ، چې پخپله ژبه كى علمي اصطلاحات وضع كوې ، د حيدرآباد د كن جامعهْ عثمانيه دا كار په ډېر زيار سره كوي. د اردو د لوړتيا انجمن او نورې علمي ټولنې په گډه د خپلې ژبې علمي اصطلاحات غوره كوي.
وږمه ۱۳۴۸ل /۶،۵ ګڼه
د پاكستان په پلازمېنه (اسلام آباد) كې د اردو ژبې د نويو نومونو (Terminology) لپاره د قومي "مقتدره زبان " په نامه يوه مؤسسه په دې كار لگيا ده، چې تر اوسه يې څو ټوكه بېلابېلې څانگيزې (مسلكي) وييپانگې جوړې كړې او خپرې كړې دي.
اوسنۍ نړيوالې هڅې:
ختېزه نړۍ:
• په جاپان كې (Asahi) نومې ورځپاڼې په تېرو لسو كلونو كې د نوې جاپاني ژبې پور وييونوته يوه ځانګړې پاڼه بېله كړې وه .
عربي نړۍ:
• ( وېي رغاونه او په ژبه كې درسنيو نقش) د صايغ فايز ليكنه ، سوريه ـ دمشق ـ فرهنگ مجله ۱۹۹۲م .
• ( عربي كول او ژبنۍ پلان جوړونه ) په سعودي عربستان كې دمصطلحاتو عربي كولو عملي زده كړه ، د سعد بن هادي القحطاني ليكنه ـ لومړى چاپ ـ بيروت ـ مركز الدراسات الوحدة العربية .
• (په عراق كې د عربي كولو بهير) د احمد مطلوب ليكنه ـ بغداد ـ د روزنې،فرهنگ او عربي علومو ټولنه.
• (په عربي نړۍ كې وېي رغاونه) د نور قاسم عثمان ليكنه ، لومړى چاپ ۱۹۸۸م ، خرطوم پوهنتون .
الجزاير
په الجزاير كې ژبني نظام يو پېچلي نظام دى ، ترفرانسوي ښكېلاك وړاندې په۱۸۳۰م. كې بېلابېلې ځايي لهجې وې، چې په هغو كې عربي ، بربري ، شفوي او فرانسوي ګډې وې ، ترهغې وروسته حكومت غوښتل چې هر څه په عربي ژبه دود كړي، خو له وسه يې پوره نه شوه او ورو ورو يې هر څه په عربي پيل كړل .
د (Full April) په نامه توكبنسټ د ۱۹۸۹ له جنوري څخه د ۲۰۰۳ ترديسمبر پورې ټولې هغه مياشتنۍ رانغاړي، چې په هغوكې نوي ويى جوړ شوي دي، د اپرېل توكي نه يواځې په سوداګريز ډول،بلكې په ځاني توګه هم ستاسي لپاره شته .
وگورئ (www.udues.uce.ak) .

لوېديزه نړۍ:
اروپايي نړۍته دنويونومونوپه بهيرکې له عربي نړۍ څخه كمه نه ده ، بلكې د وېي رغاونې په بهير كې اوږه پر اوږه ورسره روان دي ، دبېلګې په توګه يې لاندې ساري راوړلاى شو:

• Loura Macbecd په ۱۹۹۷ـ ۹۶ كې په ادب، هنر، اونورو برخوكې دوېي رغاونې په اړه ليكنه كړې او همدارنګه Stev Lange په ۹۹ـ ۱۹۹۸م كې اوهم Keven Macleod Neologism ca ترسرليك لاندې په ۱۹۹۸م كې يوه ليكنه كړې ده .
د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ www.incompetech
د ورځپاڼو متنونو كې نوې ويي رغاونه
په انګليسي كې له ۱۹۹۴م څخه تر ۲۰۰۳ پورې د نويووييولړۍ لپاره وگورئ :(www.rdues.uce.ac.uk.neologism.shtml).
موږد انګليسي ژبې د ښوونكو لپاره ډېر سودمند گڼ شمېر نوي ويى جوړ كړي او دا كار مو د يوې ډلې په مشوره وكړ ،چې له موږڅخه يې بيابياد نوې ويي رغاونې غوښتنې وكړې ، هوكې ! په ورځپاڼواو نورو هغو لنډ مهالنيو متنونوكې هره ورځ نوې خبرتياوې راځي ، خوښوونكي ددې توان نه لري ،چې هره ورځپاڼه تر لاسه كړي او نوى څيز ومومي .
• (په امريكا كې د برېښليك او نننۍ وېي رغاونې يوڅوبېلګې) تر سرليك لاندې ډېر څه ليكل شوي دي.
( دچټك شوي فرهنګ لپاره كيسې ) چې له Mcjob Doughas اخيستى او Cygerspadce لهWilliam Gibson (Neuromance) څخه اخيستى،د Lwis carrol شاعرJabbrswocky ته په شعر كې د وېي رغاونې پاچاويل شوى دى، ځكه چې ده پخپل شعركې په لسگونو نوي وېي جوړ كړي او په اوسنۍ انګرېزۍ كې د Thomas Browne ۱۶۸۲ـ ۱۶۰۵ ليكنې د هېرولو وړځكه نه دي، چې د يوشمېر نويو وييونو سر چينه ګرځېدلي دي .
نو پر دې اساس پرونۍ ويي رغاونې لكه پرونۍ خبرې داسې دي،چې نننۍ اړينې ويي ټولګې بلل كېږي .
پوهان اونوې نومونې
ګوستاولوبون
هرملت تل خپله ژبه اړوي، ځکه چې (ژبه) دملتونوله معنوي لوړتياووسره سمه پرمخ ځي، نوهرڅويې چې ديوملت افکار اوخيالات لوړشي، ژبه يي هم لوړېږي.
وږمه ،۵-۶م۳۴۸ګڼه /۲مخ

پروېزخانلري:
هرپرمختلونکي ناچاردي،چې دعلمي اوټولنيزوپرمختياووپه رڼاکې دخپلووييونوزېرمه شتمنه کړي اوداکارپه هرحال کېدونکي دي، يادپرديواواوپره وييونودپورونې له لارې اويادنويووييونودټاکنې لارې .
...نوپر هرنوي ويي ناډاډمني اوپرې بړوسېدل نه دي پکار،اوناوړه بدعت ګڼل يې نه دي پکار.هوښيارانسان په ذهن کې دهرې نوې ... مانالپاره اړدي،چې نوي ويي اوټکي ولټوي اوپه داسې بڼه يې وښيي،چې دده داندېښنې اوسوچ څرګندوونکي وي.
هفتاد سخن- فرهنګ واجتماع
۱۳۴۸- دويم ټوک. ۳۷۸-۳۷۷مخونه
پوهاند حبيبي:
...کله چې انسان له لومړي حاله مدني ژوندانه ته رسېدلي دي، نوژبوهم دده له اجتماعي اوعقلاني ارتقأسره سمون کړي او پرمخ ورسره تللي دي.
...په ابتدايي انسانانوکې ژبې پخپل لومړي شکل کې وي، خودهغوداجتماعي پېشرفت اغېزې وې ،چې ژبې هم له لومړني حاله ورو ورودبشپړتابه په خوارهي سوې اودتکامل ترناموس لاندې يې وده اوسمېدنه ومنله.
پښتونوي مصدر/و مخ

استادالفت:
" دنوي "او"زاړه" اصطلاحات قراردادي اونسبي مفهومونه دي،جهان دومره ژرژرتحول کوي چې موږته د"نوي" او"زوړ" ويلومجال نه پاتې کېږي. ديونان مشهورفلسفي هراکليد ويلي دي چې "يوسړي دوه واره يوه سيندته نشي ورغورځېدلاي".
ددې خبرې ماناداده چې په دوهم ځل کې به هم انسان اوهم سيندتحول کړي وي.
دسترګوپه رپ کې هرڅه بدلېږي اونوي کېږي. څوچې موږدنوي کلمې ويلوته خوله جوړوو. هغه"نوي" زوړشوي وي.
ژبه هم لکه نورموجودات دتغييراوتحول دقانون تابع ده،دنن ورځې مترقي ژبې هم ډېرې نيمګړې وې،چې محدودلغات او اصوات يې لرل،د ترکيب او تاليف په لحاظ ډېره ساده ګې پکې وه او لغات به دمفرداتوپه شان استعمالېده، په لومړۍ مرحله کې دمحسوسوشيانونومونه پيداشوه، بياورو ورو دنورومفاهيمواومعنوي امورودپاره استعمال شوه، اوځينوالفاظوله اسمي معنا نه فعلي معنا ته انتقال وکړلکه له ( غوږ) نه (نغوږل) جوړشواوله (کسي) نه ( کسل) . همدارنګه ځينې اصوات په افعالوبدل شول، يعنې له (ډز) نه (ډزول) اوله (ټک) نه (ټکول‎) پيداشول.
دژبې له تدريجي تکامل اوترقۍنه په ژبه کې ګرامري قوانين کشف شول، اومکمله صرف او نحوه راپيداشوه.
ليکوالي املا او انشأ-۶۳مخ
پوهاند رشتين:
نوي لغات دضرورت او اړتياله مخې دعلمي او ادبي ټولنوله خوا وضع کېږي او په ولس کې خپرېږي.نوې لغات دعلمي ټولنوله خوادګرامري اصولوسره سم جوړېږي اوخپرېږي .
پښتوګرامر، ۴۰۹،مخ
استادروهي:
...ژبپوهان زيارباسي،چې په ژبه کې نوي لغتونه اواصطلاحګانې وضع کړي اوتروسه وسه ژبه بوبه اونګه (نږه) وساتي.ددوي هڅواو زيارونوهم ژبې ته نوي رنګ ورکړي دي. داسې ښکاري چې يوه نوې پښتودتکوين په حال کې ده.
له تحول څخه وېره نه ده پکار،ځکه چې تحول دطبيعت قاموس اوهرومروراتلونکي دي. لېکن... دادژبپوهانوصلاحيت دي،چې يوخوږ،روان، عافم فهم اوښکلي سبک رايج کړي. داسې چې نوريې په شعوري توګه تعقيب کړي. دابه لاښه وي،چې ژبپوهاند د اديب په لباس کې ډګرته راووځي. نن سباهرچېرته په ژورنالستيک سبک سترګې لګېږي ، مګرسترګې نه په خوږېږي.داسې ښکاري،چې په دې ماشيني عصرکې ليکوال دزيات تأمل دپاره فرصت نه شي پيداکولاي،لګيا دي دماشين په شانې کارکوي.
لغت پوهنه . ،ح مخونه
د۱۳۶۰د غبرګولي پرپنځلسمه چې (انجمن ادبي) اوبياوروسته پښتوټولنه جوړه شوه، نوپه مرام (تګلار) کې يې .... دعلمي اصطلاحاتووضع کول اودودول هم ځاي شوي وو.
کابل ،۱۳۶۰.ځانګړي ګڼه

رفيع:
ژبې لومړي پلاپه دغه شکل چې اوس دي، منځ ته نه دي راغلي، بلکې په ډېروپېړيوکې بشپړې شوې دي. په هره پېړۍ کې دهغې زمانې خلکودخپلومعلوماتواوحياتي اړتياوو اوخپل عقلي اواجتماعي جوړښت سره سم په ژبه کې مواداوکلمات زيات کړي، دادتکامل سيرپه ژبوکې اوس هم جاري دي.
ژبپالنه /۲۷مخ
پايله :

له نړيوال كولتوري بهير سره د يوې سيالېدونې او روانې ژبې په توګه پښتو هم حق لري، چې د خپلو ورځنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د نړيوالو آرونو پر بنسټ ځان ددې جوگه كړي، چې خپله وييپانگه (Vocabulary) را غونډه او علمي او كمپيوټري نړۍ ته وړاندې كړي. سمه ده، چې ستونزې،خنډونه، ځنډونه او تمبونې به په مخكې ډېرې وي، خو ددې لپاره چې دې ټولو ته يو ډاډمن غبرگون ولرو، د ليكنې د ښه پاى (حسن اختتام) په توگه د ارواښاد (علامه) حبيبې دريځ بسنده گڼو چې وايي:
"ښايي ځينې ورونه به وي چې د پښتو د اصطلاحاتو جوړول او وضع كول به خوند ورنه كي او... د پرديو علمي اصطلاحاتو او نومونو په مقابل كې به د پښتو نومونه همغسې فصيح او ادبي او د استعمال وړ ونه گڼي... مگر دا ټول له دې څخه پېښېږي ، چې موږ له خپلې ژبې سره نابلديو،غوږونه مو نه دي ورسره روږد، نو ځكه اوس ښه خوندنه راكوي، خو كه دا اصطلاحات رواج ومومي ، نو هر څوك به دا خپل وست (متاع) خوښ كي."
د علمي نړۍ له بشپړتيايې او پرمختيايې بهير سره د پښتو ژبې د ملتيا په هيله
ډېره مننه
د استاد: محمد آصف صميم او هدايت الله هميم په زيار

محمد ناصر عظیمی 25.07.2011 10:41

<p>سلامونه او نېکې هیلې <br />زه غواړم په ډیرو لنډو ټکو کې له تاسو څخه یو څه وغواړم که مو مرسته راسره وکړه نو ډیره ډیره مهرباني به مو وي زه غواړم تاسو ماته هغه لغات چې په فارسي ژبه کې دي هغه په پښتو ژبه کې څنګه استعمالیږي . او چې په پښتو ژبه کې دي نو په دري ژبه کې څنګه استعمالیږي که تاسو سره امکانات نه وي نو خیر دمهربانۍ له مخې یې ځای راوښیی چې هلته یې ولټوم دخدای په امان زما ایمیل آدرس دادی <a href="mailto:n.omaid@yahoo.com">n.omaid@yahoo.com</a></p> <p>ځواب : وروره په مقصد دې سم پوه نه شوم خو دومره به درته ووايم چې پښتو او فارسي&nbsp; دوه خويندې ژبې دي . ډير لغتونه يې سره شريک دی&nbsp; خو په ځنو وختونو کې تلفظ فرق کوي د بيلګې په توګه :&nbsp; فارسي کې : جنګل ، جناور ، جان ، دست&nbsp; ، روز وعيره وعيره</p> <p>پښتو کې : ځنګل ، ځناور ، ځان ، لاس ، ورځ اوداسې نور په سلګونو لغات شته</p>

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
10138 commented source lines (including JavaDoc HTML files).